
ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ د اطلاعاتو د برخې له قوله راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د ایران دملی امنیت د لوړې شورا د منشي ډاکټر علی لاریجاني د شهادت په مناسبت د تسلیّت په پیغام کې ولیګل، د قدرمن شهید لاریجاني نشتوالی ډير تریخ او سخت دی ،خو د ایران د غیور اوشجاع ولس کلک مقاومت او د نهائي بریالیتوب ترلاسه کیدا به د صهیونیسټي جنایتکارو رڼا ورځ تورتمه کړي.
په دغه پیغام کې راغلي دي ، شهادت د هغه د ټول کال د بې وقفې هڅو یو انعام ؤ ،بې شکه سخت انتقام، د ترهه ګرو جنایتکارو په تمې کې دی چې خپل پلیت لاسونه ئې په وروستیو ترهه ګرو تیریو او جنایتونو کې د ایران د د مقدس ټاټوبی د مظلومانو البته د میړنیو او مقاومت کونکو شهیدانو په وینو اغښلي دي.

ډاکټر پزشکیان ووئيل، شهید لاریجانی په ترټولو وروستي سنګر او د ملی امنیت په لوړې شورا کې په لنډ مهاله خدمت کې په وروستي مسئولیّت کې په سیمې کې د سولې او امنیت د پراختیا او په اسلامی هیوادونو کې د ورورولۍ د پیاوړتیا او د یوزړتوب د رامینځةکولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکارولې او له ځانه ئې د مقاومت او نړیوال امنیت په جوړولو کې یوه نړیواله څيره وښودله او د صهیونیسټي ترهه ګرو او وحشي رژيم د کینې د څپو ښکار شو. بې شکه ددغه قدرمن ورور په نه شتون کې به د دوراندیشئ او عقلانیت سره په یووخت دمقاومت اوکلکې دریدا کرښه دوام ومومي او پریکنده بریالیتوب به د ایران د لوي ملت په انتظار کې وي.
له دې سره په یووخت د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف هم د علی لاریجاني د شهادت په مناسبت پخپل پیغام کې ووئيل، تاریخ به د شهید لاریجاني صبر او ولایتمداري ثبت کړي.
قالیباف په دې مناسبت پخپل پیغام کې ولیکل ،یقینا دایران د لوي ملت او د اسلانی انقلاب د رهبر دغه شجاع اومیړنی سرباز مجاهدتونه او میړنتوب به تل دمونږ په ډله ایزې خاطرې کې باقي پاتې وي او او دهغه ولایتمداري اوصبر به تاریخ ثبت کړي او راتلونکي نسلونه به یوداسې کس په خاطر کې راولي چې خپل ټول ژوند ئې د اسلامی انقلاب او د قدرمن ایران په دفاع کې تیر کړ.
یاداوخاطره ئې تل ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/4341538